د افغانستان کرکټ بورډ شاوخوا دوه لسيزې وروسته په خپله لوګو يا نښه کې تغيير راوستى دى، چې د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ يې پکې ورزيات کړى دى.
نوې لوګو چې په بېک ګراونډ کې د افغانستان د بېرغ رنګ دى، د لوګو نور ټول رنګ سپين دى او همدا راز په تري ډي شکل کې جوړه شوې ده.
مخکنۍ لوګو کې بيا د غنمو وږي رنګ زيړ و، چې د سور رنګ پټۍ ترې تاوه شوې وه، د ويکټو رنګ شين او د بال رنګ سپين و، همدا راز لمر هم پکې ځلېده او دپاسه پرې د افغانستان کرکټ بورډ په انګليسي کې ليکل شوي و.
په دې نوې لوګو کې بيا د غنمو وږي، ويکټې، بال د تېر په څېر دي، خو يوازې رنګ يې تغير کړى دى، همدا راز لمر هم په لوګو کې نشته دى او په پښتو ژبه (د افغانستان کرکټ بورډ) هم پکې د انګليسي نه لاندې ليکل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه کې د دې لوګو د خپرولو سره سم ليکل شوي:
((د افغانستان کرکټ بورډ پخوانۍ نښه (لوګو) په ډېر کم توپير سره نوې شوه او د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ چې د وطنپالنې او یووالي احساس ورکوي ور زیات کړل شو؛ دغه نوې لوګو به له دې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ او ملي لوبډلې په استازولۍ ټولو برخو کې کارول کېږي.))
د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي د راتګ سره سم هم يوه نوې لوګو يا نښه جوړه شوې وه، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم خپره شوې وه، خو وروسته هغه لوګو بيا رد شوه.