کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نوې سیاره موندل شوې؛ ساینسپوهان د ژوند نښو، نښانو ته هیله مند دي

نوې سیاره موندل شوې؛ ساینسپوهان د ژوند نښو، نښانو ته هیله مند دي

د یوې څېړنې له مخې چې تېره پنجشنبه په یو معتبر ساینسي ژورنال کې خپره شوې، ویل کېږي چې یوه نوې سیاره یې موندلې، چې د فضایي ساینس په سفر کې یو نوی پرمختګ ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي چې له دې وروسته به څېړونکې په اړه د پوهېدو هڅه کوي، چې له لمریز نظام څخه دباندې په کومه بله سیاره یاهم پر شاوخوا یې د ژوند نښې، نښانې شتون لري او که څنګه؟

په ذکر شوې څېړنې د شاملو ستور پېژندونکو څخه یې یو هوزی کیبلریرو وایي، چې دوی په لمریز نظام کې د بایومارکر یاهم د بایوسګنیچر په لټه کې دي، چې په مرسته به یې د ژوند د نښو، نښانو معلومات ترلاسه کړي.

له تېرو پنځه ویشتو کلونو څخه تر اوسه پورې تر څلور زرو پورې ایکسپوپلینټونه موندل شوي، چې د ځینو چاپیریال یې غوره هم و، خو دغه سیاره بیا واورینه ده.

کیبلریرو زیاتوي، چې تر اوسه پورې ځمکې ته د ورته سیارو په اړه کومه څېړنه نه ده شوې، خو له نوو موندنو څخه به د څېړونکو لپاره پر نوو پلانونو د کار کول شونتیا ډېره شي.

نوموړی وایي چې دغه سیاره له ځمکې دیرش سلنه غټه ده او په داسې ځای کې موقیعت لري چې د ژوند نښې، نښانې ور پکې موندل کېدلی شي، چې له دوو میتودونه به ور پکې کار اخیستل کېږي، لومړۍ یې ټرانزیټ فوټومیټري ده چې د یو سیارې ترمخ د تېرېدونکې ستوري په رڼا کې بدلون څرګندوي او دویم یې بیا د ډوپل وړانګو اړوند ده، چې د سیارو ګرځېدل او د ثقل قوه یې اندازه کوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …