د شکر ناروغي چې په خاموش ډول سره انسان له منځه وړي، څه ډول به ترې خپل ځان ژغورو؟ ددې پوښتنې د ځواب لپاره باید ووایم چې بدني فعالیتونه یاهم د ورزش عادت مو له دې ناروغۍ څخه ژغوري.
د هانګ کانګ او نیدرلینډ څېړونکو د یوې څېړنې له مخې ویلي، هغه کسان چې په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د هوا ککړتیا یې ډېره وي، هلته بدنې فعالیتونه د شکر څخه په ژغورلو کې مرستندویه تمامېږي.
دا لومړنۍ څېړنه چې د ورزش او د هوا ککړتیا اغېزې یې د شکر د دویم ډول ناروغۍ سره څېړلي، له دې وړاندې په څېړنېزو راپورونو کې ویل شوي ول، چې د هوا ککړتیا د شکر د دویم ډول ناروغۍ خطر ډېروي، خو اوسمهال معلومه شوه چې بدني فعالیتونه د هوا د ککړتیل اغېزې کموي.
په دې څېړنه کې ولېدل شول چې د شکر د اخته کېدو په اړه د ورزش او د هوا د ککړتیا ترمنځ څه اړیکه ده، چې د همدې موخې لپاره یې د طبي معایناتو لپاره له یو لکو شپږ پنځوسو زرو څخه یې د ډېرو کسانو ډیټا وکتل شوه، دا کسان د هغه سیمو اوسېدونکي ول چې د هوا ککړتیا یې د صحت د نړیوالې ادارې له معیار څخه دوه برابره ډېره وه.
له څېړنو معلومه شوه، هغه کسان چې بدني فعالیتونه یې کول د شکر د ناروغۍ امکان یې یو دیرش سلنه او هغه چې بدني فعالیتونه یې نه کول د شکر امکان یې بیا شپږ پنځوس سلنه و، خو هغه کسان چې په ککړو چاپیریالونو کې ژوند کاوه دغه کچه یې تر څلور نوي او د بدني فعالیتونو عادي کسانو کچه بیا څلور شپېته سلنه وه.
څېړونکي وایي چې دوی وموندله چې بدني فعالیتونه ترسره کول او د هوا په ککړتیا کې کمښت د شکر خطر کموي، خو که بدني فعالیتونه ترسره نه شي دا خطر ډېرولی شي.