کورپاڼه / جالب / یو هلک وروسته له دې چې له انجلۍ سره یې اړیکه ختمه شوه؛ پر انجلۍ یې د کړو خرچو غوښتنه وکړه

یو هلک وروسته له دې چې له انجلۍ سره یې اړیکه ختمه شوه؛ پر انجلۍ یې د کړو خرچو غوښتنه وکړه

یو هلک وروسته له هغې چې له یوې انجلۍ سره یې اړیکه ختمه شوه، د ټولو هغه خرچو او مصارفو غوښتنه یې وکړه چې د لېدنو پرمهال یې پرې مصرف کړې وې.

پر ټولنیزه رسنۍ ټویټر یو انجلۍ یا میرمنې چې د الیکس په نوم سره پېژندل کېږي، د یو هلک د میسجو سکرین شاټ خپور کړی، چې له مخې یې هلک د اړیکې له ختمولو وروسته د پنځه دیرش ډالرو غوښتنه کړې، خو د میرمنې له لورې د هلک نوم نه دی څرګند شوی.

هلک په میسج کې له انجلۍ سره د لېدنو پرمهال د شوو خرچو یا مصارفو غوښتنه کړې او لیکلي یې دي، هیله ده چې تاسې به ښه وئ، موږ درې ځلې په بېلابېلو ریسټورانټونو کې سره لېدلي دي او د لېدنو پرمهال ټول مصارف ما ادا کړي.

هلک په میسج کې زیاتوي، چې زه دا ویل غواړم چې په دې لېدنو کې مو پر تا پنځه دیرش ډالر مصرف کړي، زه پوهېږم چې ته یوه ښه انجلۍ یې او ماته مې روپۍ بېرته راکړه، مننه.

د انجلۍ له لوري په ټولنیزه رستۍ کې خپور شوی سکرین شاټ ډېر ژر د خلکو له لوري لاس په لاس شو او تر اوسه پورې له دوو لکو څخه ډېر لایکونه او د دولس زرو پر شاوخوا کې شیر شوی دی.

دا هم ولولئ

د هګیو ژېړ به مو لېدلي وي خو د هګیو تور به مو حیران کړي+ویډیو

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې حیرانوونکې ویډیو خپره شوې، چې پکې د قاز مرغۍ له …