د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې د پاکستان سوپر ليګ پر مهال يې ګوته ټپي شوې وه او له امله يې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم ونه لوبېده، په تازه عکس کې ليدل کېږي، چې ګوته يې روغه شوې ده.
د ملي لوبډلې توپ اچونکي ضيا الرحمان اکبر په ټويټر کې يو اکاونټ خپور کړى دى، چې د نورو لوبغاړو سره په جيم کې د ورزش پر مهال اخيستل شوى دى.
If your dreams don’t scare you.
They aren’t big enough.
🏋️♂️ workout with mates @rashidkhan_19 @IZadran18 #faridmalik pic.twitter.com/ED9B0cHyiy— Zia Ur Rehman Akbar 🇦🇫 (@Zia22Akbar) March 7, 2021
په دې عکس کې د ضيا الرحمان اکبر پرته راشد خان، ابراهيم ځدراڼ او فريد ملک هم ليدل کېږي، چې له ورزش وروسته يو ځاى ناست دي او ګډ عکس يې اخيستى دى.
له دې عکس سره نوموړي ليکلي دي، چې که ستاسې خوبونه تاسې نه شي ويرولى، نو معنا دا چې هغه لوى خوبونه نه دي. هغه په دې ټويټ کې راشد خان او ابراهيم ځدراڼ هم ټېګ کړي دي.
د يادولو وړ دا هم ده چې فريد ملک د افغانستان په ١٩ کسيزه لوبډله کې نه دى شامل، خو هغه په متحده عربي اماراتو کې د لوبډلې سره يو ځاى دى او همدا راز په درې ورځنۍ تمريناتي لوبه کې هم لوبېدلى و.