کورپاڼه / خبرونه / د اپريديانو نوې رشته، شاهد اپريدي يې هم په اړه ټويټ وکړ
شاهين شاه اپريدى او شاهد اپريدى

د اپريديانو نوې رشته، شاهد اپريدي يې هم په اړه ټويټ وکړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي هم د شاهين شاه اپريدي سره د خپلې لور د رشتې په اړه يو ټويټ کړى دى.

له تېرې ورځې راهيسې په پاکستاني رسنيو کې خبرونه خپاره شوي و، چې د شاهد اپريدي د لور رشته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره غوښتل شوې ده او د دواړو رشته شوې ده.

اوس په دې اړه شاهد اپريدي په خپل ټويټ کې ويلي دي، چې د شاهين اپريدي کورنۍ د هغه د لور د رشتې لپاره د هغه د کورنۍ سره رابطه کړې ده.


نوموړى زياتوي، جوړې په اسمانونو جوړېږي، که د خداى خوښه وه نو دا رشته به هم وشي. زه په مېدان کې او له مېدان نه بهر د شاهين د بريا لپاره دعاګانې کوم.

د شاهد اپريدي له دې ټويټ وروسته شاهين شاه اپريدي هم ياد ټويټ ريټيوټ کړى دى او ورته يې ليکلي دي، الحمدالله، لالا د دعاګانو لپاره مننه، الله دې د ټولو لپاره کارونه اسان کړي.


د يادولو وړ ده چې د شاهين شاه اپريدي او د شاهد اپريدي د لور د رشتې په اړه د شاهين اپريدي پلار اياز خان رسنيو ته خبر ورکړى و، چې د خپل زوى لپاره يې دا رشته غوښتې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …