کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو غټ جوارګر، چې هیڅکله یې نه ده بایللې

د نړۍ ترټولو غټ جوارګر، چې هیڅکله یې نه ده بایللې

د استرالیا اوسیدونکی زیلجکو رینوګاجیک د آسونو پر سیالۍ ترټولو لوی قمار وهوونکی یا جوارګر دی، چې درې سوه دري دیرش (۳۳۳) میلونه پونډه سرمایه لري.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې زیلجکو د آسونو پر سیالۍ د قمار یا جوارګرۍ په میدان کې د (دی جوکر) په نوم سره پېژندل کېږي او د آسونو پر سیالۍ کې د قمار وهلو داسې مهارت لري او په داسې ډول سره قمار وهي، چې آسونه لا میدان ته راغلي هم نه وي، نهه پنځوس کلن زیلجکو د آسونو په سیالۍ کې د نړۍ غټ شرطونه ږدي او یوازې شرط نه بلکې ځینې پټ عملیات هم ترسره کوي، چې په همدې وجه د نړۍ غټ قمار وهوونکی ګڼل کېږي.

نوموړی د میلونو روپۍ په لګښت جوړ شوي کور کې اوسېږي او د دوه لکو اویا زره پونډو په لګښت د ډېرو قیمتي موټرو لرونکی دی.

زیلجکو او کورنۍ یې تل هڅه کوي چې غلني واوسېږي، چې په همدې وجه یې په نړۍ کې لږ خلک پېژني، نوموړی له خپلې کورنۍ سره په میلن، میلبورن او د لاس اینجلس په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې هم اوسېدلی دی

زیلجکو په ۲۰۰۸ کال پخپل بیان کې ویلي ول، چې زما د قمار وهلو طریقه ډېره آسانه ده، که چېرته سل ډالر شرط وهئ او پنځه ډالر بایلئ خو تاسې په دې لس سلنه تخفیف ترلاسه کوئ نو بیاهم پنځه سلنه ګټوونکي او په دې ډول به تل ګټوونکې وئ.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …