کورپاڼه / خبرونه / د فوټبال د نړۍ د روسيې پر مشهور لوبغاړي یې میرمنې تور پوری کړی

د فوټبال د نړۍ د روسيې پر مشهور لوبغاړي یې میرمنې تور پوری کړی

د روسیې د مشهور فوټبالر پیویل میمایوف میرمنې پخپل خاوند د بې وفایۍ د تور پورې کولو څخه وروسته د ډېرې نشې په سبب روغتون ته وړل شوې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې دري دیرش کلنې پخواني موډلې الینا میمایوا پخپل انستاګرام اکونټ د یو پوسټ په ترڅ کې پخپل خاوند تور پوری کړی، چې د هسپانیې په ماربیلا ښار کې د روزنې په یو کیمپ کې له یوې داسې میرمنې سره اړیکې جوړې کړي، چې د نوموړې هم شکله وه.

راپور زیاتوي چې پیویل میمایوف د روسیې په کورني لیګ یې هم لوبدلی، د نوموړي میرمنې پخپل پوسټ کې لیکلي، چې خاوند یې په هسپانیه کې د اوسېدو پرمهال له دې سره بې وفایي کړې او خاوند یې فکر کړی و، چې په هسپانیه کې به پرې څوک خبر نه شي.

الینا له دې پوسټ دوه ورځې وروسته د روسیې په مرکز د ماسکو په یو روغتون کې داخله شوې او ویل کېږي چې د نشه یي توکو د ډېر استعمال په سبب یې حالت خراب شوی او روغتون ته وړل شوې، خو حالت یې ښه دی او پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: د سبانۍ لوبې لپاره پوره چمتو يو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال د هند …