کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو غټ الماس، چې د نړۍ دویم غټ الماس ګڼل کېږي، خرڅلاو ته وړاندې شول

د نړۍ ترټولو غټ الماس، چې د نړۍ دویم غټ الماس ګڼل کېږي، خرڅلاو ته وړاندې شول

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د نړۍ ترټولو ډېر یا غټ الماس، چې په نړۍ کې دویم غټ الماس ګڼل کېږي، د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دغه الماس چې دنړۍ دویم غټ الماس دي او د سویلو (sewelo) په نوم سره یادېږي، د روان کال د مارچ د میاشتې په اتمه نیټه به د Fashion House Lice Whitton لخوا په یو نندارتون کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

د الماسو په اړه ویل کېږي، چې دغه الماس د جنوبي افریقا د بوټسوانا څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته راوړل شوي، چې وزن یې اوولس سوه اته پنځوس (۱۷۵۸) قیراطه دی او تر اوسه پورې یې د تراشل کېدو هڅه نه ده شوې، دغه راز لا تر اوسه پورې د ذکر شوو الماسو د قیمت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

یاده دې وي چې دوبۍ د نړۍ د سوداګرۍ مرکز ګڼل کېږي او په یاد هیواد کې د بېلابېلو هیوادونو سرمایه دارو خپلې سرمایې په کار اچولي.

دا هم ولولئ

یو شخص د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو هالیند ته لاړ شي، خو پایله یې بدله وه

یو شخص له ناجیریا څخه د الوتکې په ټایر کې پټ شوی و، ترڅو په …