د هېواد مشهورې او نوميالۍ سندرغاړې نغمې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په ټولنيزو رسنيو کې يو ويډيويي پېغام خپور کړى دى او د دې ورځې مبارکي يې هم ټولو ښځو ته ويلې ده.
نوموړې په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکي، چې ((يو ځل بيا د زړه له تله د ښځې نړيواله ورځ ٨ د مارچ د دنيا ټولو ښځو ته مبارک باد وايمه، بيا په خاصه توګه د افغانستان قهرمانه او شجاع ښځو ته مبارک باد وايمه.))
نغمه همدا راز مخکې وايي: ((د ښځو په هکله چې څومره هم خبرې وکړو، لا به هم بسنه ونه کړي. زما د هېواد غمځپلې، کونډې، بورې، بې وزلې، ناښادې ښځې خو بيا هم اتلې قهرمانې ښځې د ننګ او غېرت نه ډکې ښځې لکه د غر غوندې کلکې پښتنې ميندې او خويندې لرو چې تاريخ په وياړي.))
نوموړې په خپلو خبرو کې د مېوند د ملالۍ او د بلخ د رابعې مثالونه هم ورکړي دي او وايي چې د جنګ، سياست، تعليم، تربيه، شعر، طب، تخنيک او هره برخه کې زموږ ښځو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
د يادولو وړ ده چې سبا د مارچ په ٨مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي، چې د نورو هېوادونو په څېر دا ورځ په افغانستان کې هم لمانځل کېږي او ځانګړي پروګرامونه هم په دې ورځ ترسره کېږي.