کورپاڼه / روغتيا / د فلج د ناروغۍ هغه نښې، نښانې چې یوه اوونۍ دمخه څرګندېږي

د فلج د ناروغۍ هغه نښې، نښانې چې یوه اوونۍ دمخه څرګندېږي

فلج هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د دماغو کومې برخې ته وینه ونه رسېږي او دماغو ته د اکسیجن د نه رسېدنې په صورت کې هم صحت مندې حجرې له منځه ځي، که څه هم د فلج په اړه فکر کول وېروونکی وي خو تر ټولو اړینه داده که چېرته انسان محتاط واوسي، نو د فلج له حملې څخه ځان ژغورلی شي خو څنګه؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې د فلج نښې نښانې لږ تر لږه یوه اوونۍ دمخه څرګندېږي، چې په درملنه سره د فلج حمله کنټرول مومي، له څېړنو معلومه شوې چې د وینې کمښت هم د فلج د حملې سبب کېږي، چې د رګونو کمزوري کېدل یاهم د وینې درېدنه هم ور پکې شامله ده.

راځئ چې د فلج د حملې ځینې نښې نښانې چې دمخه ورڅخه څرګندېږي، ولولو:

د مخ کومه برخه جام کېدل: د لاس یا پښې کومه برخه جام کېدل یا له حرکت لوېدل، چې تر لږ وخته پورې وي.

د سترګو دید اغېزمنېدل: د فلج د حملې له نښو څخه یوه نښه د سترګو دید اغېزمنیدل دي او داسې هم شوني ده چې یو شخص ته هر څه خړ غوندې ښکاره شي یاهم دوه دوه سیوري ورته ښکاره شي.

نیمه بې هوښي: ځینې کسان د فلج له حملې دمخه د نیمه بې هوښۍ احساس هم کوي او داسې فکر کوي چې د پوهېدلو او درک کولو وړتیا ورڅخه چا اخیستې ده.

د ساه اخیستلو ستونزه: روغتیایي کارپوهان وایي چې د ساه اخیستلو ستونزه د ځینو نورو ناروغیو ترڅنګ د فلج له نښو نښانو څخه هم ده.

ایټکۍ کول: په ښځو کې ایټکۍ کول هم د فلج له نښو څخه دي او لس سلنه ښځې له فلج څخه دمخه ایټکۍ کوي.

په سلوک کې بدلون: په دماغي کیفیت کې په هره وجه بدلون راتللی شي خو طبیعي سببونه به ضرور لري، نو که چېرته مو په رویه کې بدلون راغي نو دا هم د فلج له نښو څخه ګڼل کېږي.

زړه بدوالی یا کانګې کول: د دماغو د یوې (Cerebellum) کې د فشار په سبب د زړه بدوالي او سر ګرځېدلو کیفیت رامنځته کېږي او دا ستونزه د هالیوسینشین او د لوړ فشار په سبب هم رامنځته کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …