کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزى: هغه لوبغاړي چې ښه وځلېږي، مادي مرستې به ورسره وشي
افغان لوبغاړي

فرهان يوسفزى: هغه لوبغاړي چې ښه وځلېږي، مادي مرستې به ورسره وشي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ويلي دي، چې هغه لوبغاړي چې د زمبابوې پر وړاندې ښه وځلېږي، له هغوى سره به معنوي او مادي مرستې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې عمومي رييس فرهان يوسفزي په متحده عربي اماراتو کې د ملي لوبډلې لوبغاړو سره په انلاين بڼه خبرې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ملي لوبډلې لوبغاړي تشويق کړي دي او ورته يې ويلي دي، چې تاسې د هېواد درې رنګه بېرغ تل لوړ ساتلى دى، د هېوادوالو په شونډو مو مسکا راوستې ده، نو زموږ اتلان ياست.

فرهان يوسفزي ويلي دي، چې د لوبو ګټل او بايلل د لوبو برخه ده او نورې لوبډلې هم له ورته حالتونو سره مخ شوي دي، خو هغه په دې خوشحالي ښکاره کړې ده، چې په لوبغاړو کې اتفاق او يووالى دى.

په پاى کې په خبرپاڼه کې دا هم ليکل شوي دي، چې فرهان يوسفزي وويل، چې هغه لوبغاړي چې د زمبابوې پر وړاندې سياليو کې ښه وځلېږي، له هغوى سره به معنوي او مادي مرستې هم وشي.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان له زمبابوې څخه ډېره ستره ماتې وخوړه، دويمه ټېسټ لوبه به د مارچ په ١٠مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ پيل شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …