کورپاڼه / هنر او کلتور / درمندر ولې له سلمان خان څخه بخښنه غوښتې؟

درمندر ولې له سلمان خان څخه بخښنه غوښتې؟

د ممبیي په فلمي صنعت کې ترټولو پخوانی اداکار درمندر په دې وروستیو کې د بیګ باوس د شو په څوارلسم پړاو کې راڅرګند شو او د شو کوربه او د بالیووډ سلطان سلمان خان په دې موقع ځانګړې هڅه کړې ترڅو وښایي چې ترڅږ درمندر شتون لري، تر هغې به یې ښه راغلاست دوام لري.

درمندر هم سلمان خان د خپلو زامنو په څېر ګڼي، چې په دې اړه یې د (۹۰) لسیزې په یوه ویډیو کې سلمان خان په دې ډول سره معرفي کړی، چې اوس مې خپل زوی سلیمان خان ته بلنه ورکوم، چې بیا سمدستي د تېروتنې احساس کوي او سلمان خان په غېږ کې نیسي.

په دې شو کې د سلمان خان له لوري ټولو موجودو کسانو ته ډېره مینه ورکول کېږي، چې په دې موقع یې هم درمندر ته د هیرو (اتل) خطاب وکړ او د مینې پیر (لوو ګرو) یې هم وګاڼه.

سلمان خان د درم جي لپاره په بېلابېلو سټایلونو سره نڅا هم وکړه او غاړه یې ورڅخه چاپیره کړه، چې دغه د مینې او محبت اړیکه یې اوسنۍ نه، بلکې ډېره پخوانۍ ده.

اوسمهال په انستاګرام د ۱۹۹۰ کال یوه ویډیو لره بره کېږي، چې له مخې یې درمندر اورېدونکو ته مادوري دکشت او سلمان خان معرفي کوي، چې په غلطۍ کې سلمان خان ته سلیمان خان وایي، خو بیا سمدستي بخښنه غواړي او سلمان خان په غېږ کې نیسي.

&

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sudarshan (@notwhyral)

 

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …