هغه عملونه چې ترسره کول یې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي، د احادیثو په رڼا کې به یې ولولو او الله تعالی دې وکړي، چې موږ ته پرې د عمل کولو توفیق راکړي:
- پر الله تعالی، د الله جل جلاله پر رسول صلی الله علیه وسلم او د اسلام پر مبارک دین په ایمان راوړلو د خوښۍ احساس کول، حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه روایت کوي چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چاچې داسې وویل، زه د الله تعالی په رب کېدو، د اسلام د دین په منلو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت راضي، د هغه لپاره جنت واجب شو.
-
د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کول: حضرت ابوهریره روایت کوي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي، زما ټول امت به جنت ته داخل شي خو چاچې انکار وکړو هغه به جنت ته نه داخلېږي، صحابه کرامو وویل چې یا رسول الله چا انکار وکړ؟ رسول الله وفرمایل چا چې زما پیروي وکړه هغه به جنت ته داخل شي او چاچې نافرماني وکړه هغه انکار وکړو.
-
نرم خویي، مهرباني، عاجزي: له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې جنت ته به هغه خلک داخلېږي چې زړونه یې د مرغیو په څېر وي یعنې زړونه یې د مرغیو په څېر نرم وي.
-
غریبي او فقیري: حضرت حارثه بن وهب رضي الله له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، آیا تاسې ته ووایم چې جنت ته تلوونکې خلک کوم دي؟ صحابه کرامو وویل ولې نه، رسول الله وفرمایل، هر بې وسه، د خلکو په نظر کمزوری او د الله په نظر انتخاب شوی، که چېرته په کومه خبره په الله تعالی قسم وکړي نو الله تعالی به یې رښتینی کړي. بیا رسول الله وفرمایل چې آیا د هغه خلکو په اړه درته ووایم چې جهنم ته به ځي؟ صحابه کرامو وویل ولې نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، هر هغه کس چې جنګ کوي، بداخلاقه وي او کبر کوي.
نور بیا….