کورپاڼه / روغتيا / په کور یا دفتر کې هر وخت د ستړیا د احساس سببونه څه وي؟

په کور یا دفتر کې هر وخت د ستړیا د احساس سببونه څه وي؟

ډېری وختونه د ستړیا احساس کول بېخي عام وي، په حقیقت کې څلورمه برخه صحت مند ځوانان، د منځني عمر لرونکي او د ډېر عمر لرونکي کسان هر وخت د ستړیا احساس کوي. هر وخت د ستړیا احساس کول د مختلفو ناروغیو له نښو څخه ګڼل کېږي، خو زیاتره وختونه د ژوند په طرز طریقې پورې اړه لري.

هغه کسان چې د خوب د کمښت سره مخ وي او له اوو څخه تر نهه ساعتونو پورې خوب ونه کړي، نو بیا له بدني ستړیا سره مخ کېږي، دغه راز د ورزش نه کول او مناسب خواړه نه استعمالول هم د ستړیا له سببونو څخه ګڼل کېږي.

ځینې درمل هم انسان باندې خوب راولي او د سستۍ احساس ورکوي، خو که چېرته د شپې له دوو څخه تر څلور بجو مو د ستړیا احساس وکړ نو د فکر وړ نه ده، خو ټوله ورځ د ستړیا احساس د ژور خپګان له نښو څخه هم ګڼل کېږي او د تایراید ناروغان هم د ستړیا احساس کوي او ځینې نورې ناروغۍ لکه پارکنسن هم د ستړیا نښې نښانې څرګندوي

د پورتنیو ستونزو د حل لپاره د خوب ځای آرامه جوړ کړئ، د خوب پرمهال له موبایل، کمپیوټر او نورو وسایلو لېرې اوسئ، ورزش وکړئ، ښه او غوره خواړه وکاروئ، د درملو د کارولو پرمهال له ډاکتر سره مشوره وکړئ، ګرم مشروبات وکاروئ، تر ډېره له کېناستو ډډه وکړئ او پرځای یې د درېدلو عادت خپل کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …