کورپاڼه / بېلا بېل / په نړۍ کې په کلني ډول څومره خواړه ضایع کېږي؟

په نړۍ کې په کلني ډول څومره خواړه ضایع کېږي؟

ډېری کسان کله چې ریسټورانټونو یاهم هوټلونو ته لاړ شي، د ډېرو خوړو د راوړلو غوښتنه کوي، چې بیا ورڅخه پاتې کېږي او په همدې ډول سره ضایع کېږي.

د هوټل سربېره په کورونو کې هم له موږ څخه خواړه پاتې کېږي، چې بیا یې غورځوو او په دې ډول که چېرته په ورځني ډول ضایع شوو خوړو ته فکر وکړو، نو دا به راته حیرانوونکې نه وي چې که چېرته همدا خواړه یو چاته ورکړل شوي ول، نو څومره کسان به پرې ماړه شوي ول.

په دې وروستیو کې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د خوړو د ضایع کېدو په اړه یو راپور خپور شوی دی، چې له مخې یې ویل کېږي، چې په کلني ډول یو میلیارد ټنه خواړه ضایع کېږي.

راپور کې ویل شوي، چې په کورونو کې په کلني ډول څلور اویا خواړه او په هوټلونو او دوکانونو کې بیا اوولس سلنه خواړه ضایع کېږي او په نړۍ کې تقریباً دریمه برخه خواړه نه خوړل کېږي.

دا هم ولولئ

لیونل میسي د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه

د فوټبال د نړۍ مخکښ ستوري ارجنټایني لوبغاړي لیونل میسي د اووم ځل لپاره د …