کورپاڼه / جالب / په افریقا کې خلکو د سرو زرو له غره څخه لپې ډکې کړې+ویډیو

په افریقا کې خلکو د سرو زرو له غره څخه لپې ډکې کړې+ویډیو

د منځنۍ افریقا د کانګو په جمهوریت کې د یو کلي اوسیدونکو د سرو زرو غر تر خپل تسلط لاندې راوستی او له سرو زرو یې لپې ډکې کړې.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د کانګو د جنوبي ایالت کیوو د سیمې اوسیدونکي وروسته له هغې چې د سرو زرو په اړه یې خبر ترلاسه کړو، د راټولو لپاره غره ته ورسېدل.

راپور زیاتوي چې په دې سیمه کې موجود غر له طبیعي توکو څخه ډک دی، چې په همدې علت یې دولت پر کیندنو بندیز لګولی او د ورځې لخوا یې ساتوونکي ګومارلي ترڅو ځایي خلک یې کیندنو ته را نه شي، چې بیا په همدې سبب د کلي ګڼ شمېر اوسیدونکي د شپې لخوا غره ته تللي او د حکومت له اجازې پرته سره زر ټولوي.

په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کې د خپرې شوې ویډیو له مخې لېدل کېږي، چې د سیمې خلک د (لوحي حي) په نوم غر کیندي او سره زر ټولوي.

د سیمې یو اوسیدونکی چې سره زر یې ټولول، وایي چې دا غر به یې ژوند بدل کړي، ځکه چې دوی له تېرو څو کلونو څخه د سختې غریبې ژوند تېر کړی.

 

 

د کلي اوسیدونکو پخپله غر کیندلی، سره یې راټول کړي او همالته یې وینځلي هم دي. بله خوا ددې هیواد د طبیعي توکو وزیر وایي، چې پر موږ د کلي د خلکو له لوري ډېر فشار دی ځکه چې دوی دغه غر خپل ملکیت ګڼي او په همدې سبب پرته له اجازې کیندنې کوي او سره زر ټولوي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …