کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې د تشو متیازو نلونه له سوخت څخه ژغوري

هغه عادتونه چې د تشو متیازو نلونه له سوخت څخه ژغوري

د تشو متیازو د نلونو سوخت ډېره ځورونکې ناروغي ده، چې ځینې کسان یې په اړه له خبرو کولو هم وېرېږي، ځکه چې د همدې سوخت په سبب د ګردو د اغېزمنېدو خطر هم وي او په عام ډول یې نښې د تشو متیازو د سخت سوخت او د درد په ډول سره څرګندېږي، دغه راز د متیازو د کولو احساس ډېر کېږي، رنګ یې بدلېږي او تبه هم ورسره ملګرې وي، دغه راز په متیازو کې وینه او بد بوی کول هم د ګردو د اغېزمنېدو له نښو څخه ګڼل کېږي او که چېرته یې په وخت درملنه ونه شي، نو بیا خطرناک شکل اختیارولی شي، نو راځئ چې ځینې هغه عادتونه ولولو چې د ذکر شوې ستونزې په حل کې مرسته کوي.

پاکوالی:

کله چې خپل ځان وینځو باید ښه یې پاک وینځو، ترڅو اي کولي په نوم بکتریا کمه شي او په دې ډول به ددې ناروغۍ خطر کم شي.

په مناسبه اندازه اوبه وڅښئ:

په ورځني ډول په مناسب اندازه اوبه وڅښئ او عادت یې خپل کړئ، ترڅو ډېرې متیازې وکړئ او د تشو متیازو په نلونو کې مو بکټریا له بدن څخه ووځي، دغه د کافینو لرونکي مشروبات هم ګټور وي.

د متیازو له درولو ډډه وکړئ:

د متیازو درونه پرته له کوم سببه بکټریاوو ته وده ورکوي، نو هڅه وکړئ چې له دریو تر څلورو ساعتونو یو ځل متیازې وکړئ، په ځانګړي توګه امیندوارې میرمنې باید ژر ژر متیازې وکړي.

د پروبایوټیکو استعمال:

پروبایوټیک کوچني میکروبونه وي چې د معدې لپاره ګټور وي، چې بیا د متیازو د نلونو د سوخت مخنیوی هم کوي، خو استعمال یې باید د ډاکتر په مشوره سره وشي.

انټي بیوټیک:

که چېرته یې په درملنې سره ستونزه حل نه شوه یاهم دویم ځل لپاره بیا ستونزه واقع شوه نو د ډاکتر په مرسته انټي بیوټیک استعمال کړئ، ځکه چې انټي بیوټیک بکټریا له منځه وړي

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …