ويسټ انډيز په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې سريلانکا ته ماتې ورکړه او په دې سره يې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې هم بريا خپله کړه.
د سريلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه نن ترسره شوه، د لوبې په پيل کې سريلانکا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
سريلانکا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې، چې له ډلې يې دينيش چنديمل ٥٤ ناسوحېدلې، اشين باندرا ٤٤ ناسوځېدلې او انجيلو ميتيوز ١١ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له خوا فابين الين، کيوين سينکلير، جېسن هولډر او اوبيد مک کاى ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٣٢ منډو هدف د ويسټ انډيز لوبډلې په ١٩ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٣ ويکټو په توپير يې په دريمه ټېسټ لوبه کې هم بريا خپله کړه.
د دوى له خوا لينډل سيمونس ٢٦، نيکولاس پوران ٢٣ او ايوين ليويس ٢١ منډې ترلاسه کړې.
د سريلانکا له لوري لکشن سنداکان ٣، ډي سلوا او دوشمانتا چميرا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه فابين الين ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه ويسټ انډيز، دويمه سريلانکا او دريمه بيا ويسټ انډيز وګټله، چې ويسټ انډيز د ٢-١ سره په لوبلړۍ کې بريا خپله کړه.
سريلانکا او ويسټ انډيز له دې وروسته د ٣ نړيوالو يو ورځنيو او ٢ ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کوي.