په ژوند کې ترټولو ستونزمن کار د موخو ټاکل، ساتنه یې او د ترلاسه کولو لپاره هڅې کول دي، د موخو د ترلاسه کولو لپاره ترټولو اړینه دا وي چې په کوم وخت څه کول پکار وي، خو ډېری خلک د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي، ځکه چې ډېر داسې عناصر وي چې په کارونو کې خنډ رامنځته کوي او له موخې یې پام اړوي، نو راځئ چې ځینې ټکي په نظر کې ونیسو او خپلې موخې لاسته راوړو.
په ځان باور لرل او موخې لیکل:
د یوې موخې د ټاکلو لپاره لومړنی قدم به مو دا وي چې باید په ځان باوري واوسئ، که چېرته تاسې پخپل ځان او وړتیاوو باور نه لرئ، نو دا هم هېر کړئ چې تاسې څه ډول موخې لاسته راوړئ. دغه راز پلان جوړ کړئ، خپلې موخې ولیکئ، یو جدول ورته جوړ کړئ او درجه بندي یې کړئ، له یوې څېړنې ثابته شوې څوک چې خپلې موخې لیکي، دوه څلویښت سلنه یې په لاسته راوړلو کې بریالي کېږي.
د ځانګړو موخو ټاکل او ترلاسه کول یې:
د یوې موخې لاسته راوړل آسانه وي، خو که چېرته ځانګړې موخې په ځانګړو حالاتو کې وپېژندل شي، خو که چېرته حالات درک نه کړئ نو د موخو ترلاسه کول به درته ستونزمن وي او که چېرته مو موخې په ځانګړي معیارونو سره ټاکلي وي نو ترلاسه کول یې آسانه وي.
سمې موخې وټاکئ:
دا یوازې انسان کولی شي چې معلومې کړي چې موخې یې څومره مهمې دي، خو انسان باید ځان باوري کړي چې موخې یې څومره معقولې دي ترڅو یې ترلاسه کړي.
ځانته ځواب ویوونکي اوسېدل:
کله چې د یوې موخې د لاسته راوړلو لپاره قدم پورته کوئ نو په یاد ولرئ چې له ستونزو سره مخ کېدل هم وي، نو کله چې له ستونزو سره مخ کېږئ نو له ځان سره حساب وکړئ او خپلې کورنۍ خپلې موخې بیان کړئ.
د اړتیا پر وخت مرسته وغواړئ:
لومړی باید دا زده کړئ چې له یو چا څخه مرسته غوښتل د شرم خبره نه ده، نو که چېرته د موخو په لاسته راوړلو کې له ستونزو سره مخ شوئ نو مرسته وغواړئ.