کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو پخوانۍ مرغۍ چې اویا کاله عمر لري

د نړۍ ترټولو پخوانۍ مرغۍ چې اویا کاله عمر لري

د انسان د معلوماتو پر اساس په امریکا کې د اویا کلنې سمندري مرغۍ له یوې هګۍ څخه بچی زېږولی، ویل کېږي چې دغه مرغۍ د وزډم په نوم سره یادېږي.

د امریکا د ماهیانو او ځنګلي حیواناتو د خدمتونو اداره وایي، چې ددې مرغۍ بچی د فبرورۍ په اوله نیټه په شمالي اتلانتیک کې نړۍ ته راغی، په زړه پورې خبره یې داده چې دغه ډول مرغۍ عموماً له دولسو څخه تر څلویښت کلونو پورې ژوند کوي، خو د حیرانۍ خبره یې داده چې وزډم تر اویا کلونو پورې هم ژوندۍ ده، ځکه چې دغه مرغۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ کال کې لېدل شوې وه.

دا لومړنۍ ماده مرغۍ ده او له خپل ملګري سره له  ۲۰۱۲ راهیسې یوځای ژوند کوي او ډېر امکان شته چې له دې وړاندې به له نورو مرغیو سره یوځای اوسیدلي وي، که څه هم دغې مرغۍ د فبرورۍ په اوله بچی راوړی و، خو اعلان تېره اوونۍ وشو.

ویل کېږي چې وزډم له هګۍ اچولو وروسته د خوړو په لټون کې مصروفه وه او نر ملګري یې بیا د هګۍ ساتنه کوله، خو اوسمهال د بچي د زېږېدلو وروسته یې دواړه د خوراکي توکو خیال ساتي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …