د باليووډ فلمونو مشهورې هنرمندې کرينه کپور خان بالاخره د خپل دويم زوى عکس په ټولنيزو رسنيو کې له مينه والو سره شريک کړ.
څو ورځې وړاندې د سېف علي خان او کرينه کپور خان دويم زوى زېږېدلى و، چې د دوى مينه وال يې ليدو ته ډېر په تمه و او د هغه د عکس غوښتنه يې کوله.
اوس د ښځو د نړيوالې ورځې، اتم مارچ باندې کرينه کپور خان په انسټاګرام کې يو عکس خپور کړى دى، چې خپل دويم زوى ورسره په غېږ کې ليدل کېږي.
View this post on Instagram
کرينه کپور د خپل دويم زوي د عکس خپرولو سره ليکلي دي: ((داسې هېڅ هم نشته چې ښځې يې نه شي کولاى.)) همدا راز نوموړې ټولو ښځو ته د هغوى د ورځې مبارکي هم ورکړې ده.
د يادولو وړ ده چې کرينه کپور خان په ٢٠١٢ کال کې د مشهور هنرمند سېف علي خان سره واده کړى و، چې لومړنى ماشوم يې څو کاله وړاندې زېږېدلى و، چې تېمور علي خان نوم پرې ايښودل شوى و، چې اوس يې څو ورځې وړاندې دويم زوى زېږېدلى دى خو تراوسه پورې يې د هغه نوم له خلکو سره نه دى شريک کړى.