کورپاڼه / جالب / هند کې يوه ناوې د رخصتۍ پر مهال د ډېرې ژړا له امله مړه شوه
ناوې

هند کې يوه ناوې د رخصتۍ پر مهال د ډېرې ژړا له امله مړه شوه

په هند کې يوه ناوې د رخصتۍ پر مهال د ډېرې ژړا له امله مړه شوه، په هغې د ډېرې ژړا له امله د زړه حمله راغلې وه، چې ژوند يې له لاسه ورکړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دا پېښه د هند د اوډيشا په سونپور کې شوې ده. د واده پر مهال هغه وخت هر څه په غم بدل شو، چې کله د ډېرې ژړا له امله ناوې مړه شوه.

ډاکټرانو د دغه ناوې په اړه ويلي دي، چې د زړه د حرکت بندېدو له امله مړه شوې ده، د ژړا پر مهال د ناوې سلګۍ بندې شوې وې او کله نا کله په داسې حالت کې په زړه اثر پرېباسي.

د ناوې کورنۍ وايي، چې ناوې روزي نومېده او څو مياشتې مخکې يې پلار مړ شوى و، هغه د پلار د مړينې له امله د ذهني فشار سره هم اخته وه، نو د واده ټول بندوبست يې ماما کړى و.

ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې د ناوې جسد يې د پوسټ مارټم لپاره لېږلى دى او کله چې د پوسټ مارټم راپور راشي، نو له هغه وروسته به دوى نورې پلټنې او څېړنې هم وکړي.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …