کورپاڼه / جالب / هغه حشره چې تر یوه ساعته پورې د ځان د مړ ښودلو تمثیل کوي

هغه حشره چې تر یوه ساعته پورې د ځان د مړ ښودلو تمثیل کوي

د ځمکې پر مخ داسې ډېر حیوانات شتون لري، چې د ښکار څخه د ژغورلو لپاره ځان مړ ښایي یاهم د مرګ تمثیل کوي، خو ساینسپوهان وایي چې په دې اړه هیڅ نه ویل کېږي، چې د مرګ دغه تمثیل به تر څومره وخت پورې دوامداره وي.

چارلس ډاروین د بیټل په نوم یوه داسې حشره لېدلې وه، چې تر درویشتو دقیقو یې د مړینې تمثیل کاوه، خو اوسمهال د بریسټل پوهنتون ساینسپوهانو یوه داسې حشره موندلې چې تر یو شپېته دقیقو د مړینې تمثیل کوي.

د څېړونکې ډلې مشر نایجل ار فرینک او ډلې یې په دې اړه فکر او څېړنې کړي، چې ددغې حشرې د مرګ تمثیل په ښکاري څه اغېزې لري.

فرینک ددې په ځواب کې وایي، چې دغه حشره د مرګ په تمثیل سره د ښکاري یو څه وخت ضایع کوي او ښکاري دې ته اړ کوي ترڅو د ښکار لپاره د بل لوري په لټه کې شي او په همدې ډول د ځان په مړ ښودلو خپل ژوند په چالاکۍ سره ژغوري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …