کورپاڼه / روغتيا / کیمیاوي ککړتیا د انسان بدن ته په اتو ډولونو سره زیان رسوي

کیمیاوي ککړتیا د انسان بدن ته په اتو ډولونو سره زیان رسوي

موږ ټول په دې پوهېږي چې کیمیاوي ککړتیا او د هوا ککړتیا د انسان پر روغتیا ناوړې اغېزې پرېباسي، چې اوسمهال په همدې موخه د دریو پوهنتونونو له لورې په یوه ګډه څېړنه کې هغه اته سببونه معلوم شوي، چې له مخې یې کیمیاوي ککړتیا په بیولوژیکي لارو انسان ناروغه کوي.

د څېړنې له مخې په تفصیلي ډول ویل شوي، چې په هوا، اوبو او ځمکه موجوده کیمیاوي ککړتیا څومره خطرناکه وي او حللاره یې څه کیدلی شي.

دغه څېړنه د کولمبیا، لډویګ میکسي میلیان او هاسیلیټ پوهنتونونو ترسره کړې او مشري ډاکتر اینډریا بیکاریلي په غاړه اخیستې وه، نوموړی وایي، چې د لومړي ځل لپاره یې په هوا، خاوره، اوبو او خوراکي توکو کې د موجودو ککړو توکو پیچلې حملې لېدلي، چې د ډېرو خطرناکو ناروغیو سبب کېږي.

  • ککړ توکي د اکسایدو فشار او سوخت رامنځته کوي، حجرې له منځه وړي او د بدن غړو ته زیان رسوي.

  • کیمیاوي ککړتیا ډي این ای اغېزمنوي او کله چې د ډي این ای سطحه خرابه شي نو لومړی د سرطان خطر ډېر وي.

  • غیر جینټیکي بدلونونه د پروټینو په ترکیب اغېز کوي، چې دغه عمل د ژوند په اوله مرحله کې ډېر وي.

  • د مایټو کنډریا سطحې ته زیان رسوي، حجرو ته انرژي نه رسېږي او د انسان وده درېږي یاهم اوږدې ناروغۍ رامنځته کوي.

  • کیمیاوي ککړتیا د اندوکرین غده اغېزمنوي او د ناروغۍ سبب کېږي.

  • د حجرو ترمنځ د اړیکو وړتیا له منځه وړي او دماغي ناروغۍ رامنځته کوي.

  • په ځانګړي توګه په معده او کولمو کې زرګونه ګټورې بکټریاوې شتون لري، چې ککړتیا یې اغېزمنوي او د ناروغیو سبب کېږي.

  • د ککړتیا ډېرې کوچنۍ ذرې ځان دماغو ته رسوي او ټول عصبي سیستم اغېزمنوي او د یادولو او درک کولو وړټیا مې اغېزمنوي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …