کورپاڼه / هنر او کلتور / وديا بالن: له خپل بدن مې کرکه راتلله، زما وزن ملي مسئله جوړه شوې وه
وديا بالن

وديا بالن: له خپل بدن مې کرکه راتلله، زما وزن ملي مسئله جوړه شوې وه

د باليووډ فلمونو مشهوره هنرمنده وديا بالن وايي، چې يو وخت داسې هم و چې ما د خپل بدن نه کرکه کوله، ځکه چې هغه وخت زما وزن د خلکو لپاره ملي مسئله جوړه شوې وه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، وديا بالن په يوه مرکه کې وويل، چې زه اوس په دې خبره نه حېرانېږم، چې خلک ستاسې د ويښتانو اوږدوالي، د مټو پېړوالي يا قد په اړه څه وايي، ځکه اوس دا ماته هېڅ ارزښت نه لري.

نوموړې زياتوي، زما وزن يو وخت کې ملي مسئله ګرځېدلې وه، زه له پخوا راهيسې چاغه يم، زه دا نه وايم چې زه اوس په کوم ځاى کې يم زما وزن زما لپاره ستونزه ده، ما يو اوږد سفر ترسره کړى دى.

وديا بالن وايي، زما په ټول ژوند کې د هارمونونو ستونزې وې، ډېر وخت ما له خپل بدن نه کرکه کوله، ما فکر کاوه چې زما بدن ماته دوکه راکوي، ما غوښتل چې ښکلې ښکاره شم، خو چاغښت د غصې او مايوسۍ ښکار کړم.

نوموړې وايي، ما ټول عمر خپل ځان نه و منلى او د خپل ځان په اړه د خپل فکر بدلولو لپاره مې ډېره خواري کړې ده، خو تراوسه پورې ما خپل ځان په بشپړ ډول نه دى منلى.

وديا بالن همدا راز وويل، ما چې هر څه وکړل، د هغې کول زما لپاره مهم و، ځکه چې زه فلمي کورنۍ نه نه يم راغلې او داسې څوک نه و چې ماته يې ويلي واى چې کومې ستونزې به زما مخې ته راځي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …