کورپاڼه / خپلواک / کام اير له کرکټ بورډ سره د سفري ملګرتيا تړون وکړ
کام اير او کرکټ بورډ

کام اير له کرکټ بورډ سره د سفري ملګرتيا تړون وکړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز راتلونکو لوبو لپاره چې په هند کې ترسره کېږي، د کام اير هوايي شرکت د کرکټ بورډ سره د هوايي سفرونو په ډګر کې د ملګرتيا تړون لاسليک کړى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د دغه سفر لپاره به د کام اير هوايي شرکت د افغانستان د ملي لوبډلې او کرکټ بورډ کارکوونکو سره د ټکټونو په برخه کې له کابل تر نوي ډيلي او له نوي ډيلي تر کابل پورې همکاري کوي، چې په بدل کې به يې کرکټ بورډ هم په اړونده برخه کې د ياد شرکت د بازار موندنې په ډګر کې همکاره وي.

ويسټ انډيز د افغانستان پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې

افغانستان د ويسټ انډيز سره د لوبو لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړې

فرهان يوسفزى: لوبغاړي به د ويسټ انډيز پر وړاندې ښه وځلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف ستانکزي له کام اير شرکت مننه کړې ده او په راتلونکي کې يې له ياد شرکت څخه په نورو برخو کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د کام اير شرکت مسوولين وايي، چې دوى خوښ دي چې له کرکټ بورډ سره تړون کوي. دوى زياتوي چې په راتلونکي کې به د افغانستان کرکټ بورډ سره په يو اوږد مهاله تړون هم کار وکړي او خپله همکاري به له کرکټ بورډ سره دوامداره وساتي.

بل لور ته ويل شوي دي، چې د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزي د کام اير شرکت له مسوولينو غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان او ويسټ انډيز لوبو ته چې له افغانستان څخه څوک ورځي، هغوى ته دې يوه ځانګړې تګلاره جوړه کړي او تخفيف دې ورکړي، چې د ياد شرکت مسوولينو ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د يادولو ده چې د افغانستان په کوربه توب افغانستان له ويسټ انډيز سره په هند کې درې يو ورځنۍ، درې شل اوريزې او يوه ټېسټ لوبه ترسره کوي، چې افغانستان کرکټ بورډ پرون د دغه لوبو لپاره د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبډلو نوملړونه هم له رسنيو سره شريک کړل.

دغه لوبې چې د هند په لکنو ښار کې ترسره کېږي، د نومبر په ٦مه نېټه به پيل شي او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

١١٦ کلن بابا له داسې نجلۍ سره واده غواړي چې لمر يې نه وي ليدلى:

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …