کریلې څو سوه کاله دمخه هندوستان او شاوخوا سیمو ته راورسېدلې، چې اوسمهال یې هم د سبزیجاتو او یاهم د غوښې سره یوځای د خوراکي توکو په ډول سره کارول کېږي، دغه راز له څېړنو څخه معلومه شوې چې کریلې د سرطان څخه د مخنیوي لپاره طاقتور توکي لري.
کریلې په یوناني طب کې د شکر په ګډون د ډېرو ناروغیو لپاره هم د درملو په توګه کارول کېږي، خو اوسمهال د سینټ لویي پوهنتون استاد رتنا ری او ملګرو یې د کریلې توکي پر موږکانو ازمایلي، چې بیا معلومه شوه چې د سرطاني ناروغیو خطر کموي او د رسولیو وده کموي او په دې ډول سره د ترخو کریلو یوه روغتیایي ګټه راڅرګنده شوه.
له دې وروسته استاد رتنا د سینې، پروستات، سر او د غاړې سرطاني حجرې ترلاسه کړې، بیا یې ور پکې د سرطاني حجرو ویش وکړو، نو معلومه شوه چې د سرطان د خپرېدو د مخنیوي کچه یو څه ودرول شوه.
پر موږکانو له تجربو څخه معلومه شوه، چې کریلې د ژبې د سرطان په درملنه کې هم ګټورې وي، که چېرته د کریلو د نورو توکو فعالیتونه په سم ډول سره وکتل شي، نو په سرطاني ناروغیو کې به نوې لارې پرانېزي.
موږ پوهېږو چې ساده شکر او د غوړو مالیکونه د سرطاني ناروغیو په وده کې مرسته کوي، چې کریلې یې لارې بندوي او سرطاني حجرو مخنیوي کوي او ځینې حجرې بیا له منځه وړي.
استاد رتنا وایي، کله چې کریلې په مختلفو حیواناتو وازمایل شوې، نو د سرطاني رسولیو په جسامت کې پنځوس کمښت راغی او دا څېړنې به په راتلوونکې وختونو کې په انسانانو هم وازمایل شي.