پوزه بهېدل یا د پوزې بهېدنه ستونزه ډېر زیات لاملونه لري لکه د یخ کېدل یا ساړه، د تېزو مسالو لرونکي خواړه، مرچک او ژړا. ډېر کسان به مو لېدلي وي چې د ژړا پرمهال یې پوزه بهېږي، خو شاید ډېر کسان په دې پوه نه شي چې لامل یې څه شی دی؟
د انسان د سترګو په داخلي برخه کې کوچني کوچني سوري وي چې لیکریمل پنکټا ورته ویل کېږي، دغه سوري د بڼو د راشنه کې لاندنۍ او پاسنۍ برخو په کونجونو کې وي، چې د پوزې سره اړیکه لري چې بیا دې اړیکې ته یې لیکریمل کیناکیولي ویل کېږي.
ویل کېږي کله چې انسان ژاړي نو اوښکې یې په همدغو سوریو دننه پوزې ته راځي، نو کله چې انسان ژاړي په حقیقت کې یې له پوزې بهېدونکې مایع اوښکي وي، چې په پوزه کې د موجودو نورو توکو یا مادو سره یوځای کېږي او له بدن څخه خارجېږي.