د ښځو په نړيواله ورځ د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د خپلې مېرمن انوشکا شرما او لور وميکا يو ځانګړى عکس خپور کړى او د دې ورځې مبارکي يې ښځو ته ورکړې ده.
ويراټ کوهلي دا عکس په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې د ماشوم زېږېدل د يو انسان لپاره نه منونکې او عجيبه تجربه ده، د دې په ليدو د ښځې د رښتينې طاقت اندازه لګولى شئ او پوهېدلى شئ چې خداى د دې په منځ کې ژوند ولې پېدا کړى؟ همدا لامل يې دى چې دا د نارينه و نه ډېرې طاقتورې دي.
View this post on Instagram
نوموړي په خپل پوسټ کې زياته کړې ده، چې د نړۍ ټولو ښځو ته دې د ښځو نړيواله ورځ مبارک وي.
د ويراټ کوهلي دا ځانګړى عکس او پېغام د نوموړي مينه والو ډېر خوښ کړى دى، تراوسه پورې څه کم ٧ ميليونه کسانو يې دا عکس لايک کړى او همدا راز لسګونه زره کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.
د يادولو وړ ده چې د ويراټ کوهلي او انوشکا شرما په کور کې د دې کال په پيل کې لومړۍ ماشومه وزېږېدله، چې د ماشومې له زېږېدو يوه مياشت وروسته د خپلې کورنۍ يو ګډ عکس هم خپور کړى و.