کور یو له ترټولو آرامه ځایونو له جملې څخه دی، خو هغه کسان چې له خاورو سره حساسیت لري کور ورته نا آرامه تمامېږي او د حساسیت نښې، نښانې ډېری وخت د کور د پاکولو، جارو وهلو او خاورو او دوړو پرمهال یاهم ورڅخه وروسته رامنځته کېږي.
هغه کسان چې له خاورو سره حساسیت لري، پخپلو کورونو یاهم د نورو په کورونو کې له دې ستونزې سره ډېر مخ کېږي، په خاورو او دوړو کې ډېر کوچني ژوندي بکټریا وي چې په سترګو سره نه لېدل کېږي او د کور دوړې او په هوا کې موجوده نمي د خوراک په ډول سره استعمالوي او د خاورو حساسیت د پوزې د سوخت سربېره د ساه لنډۍ ستونزې متحرکوي او د پوستکي د ناروغۍ یا ایکزیما سبب کېږي.
د خاورې د حساست نښې، نښانې:
- پرنجېدل
-
د پوزې بهېدنه
-
سرې، خارښت وهلې یا نمجنې سترګې
-
د مرۍ خرابېدل، ټوخی، د سینې سوخت او ساه لنډي
د خاورو د حساسیت سببونه:
- د خاورو ذرې
-
سور پری
-
حشرې
-
د حیواناتو ویښتان، پوستکی یا بڼکې
احتیاطي تدابیر:
-
پخپل کور او ورځنیو چارو کې بدلون راوستل
-
اهلي حیواناتو لکه غوا، وزه، سپی او نور د خوب له کوټې لېرې وساتئ یاهم له کوره یې دباندې وساتئ
-
د کور نمي بېخي لږه کړئ او له پنځوس سلنو یې را کمه کړئ
-
په توشکو او بالښتو پوښونه په ګرمو اوبو سره ووینځئ
-
د پاکوالي پرمهال ماسک وکاروئ