کورپاڼه / جالب / د دوه اویا (۷۲) کلن زوم او شپږ ویشت (۲۶) کلنې ناوې ډېره حیرانوونکې کیسه

د دوه اویا (۷۲) کلن زوم او شپږ ویشت (۲۶) کلنې ناوې ډېره حیرانوونکې کیسه

یو امریکایي دوه اویا کلن سوداګر له خپل ځان څخه شپږ څلویښت کاله کشره ویتنامۍ انجلۍ کوژده کړې ده. د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه سوداګر واین کیټز نومېږي، چې د انستاګرام له شپږ ویشت کلنې موډلې کو نګین سره یې اړیکې درلودې او څه موده وړاندې یې خپلې ملګرې کو نګین ته د واده وړاندیز وکړ، چې هغې هم ومانه او د یو لړ مراسمو په دوران کې یې یو بل ته ګوتمۍ ور په ګوته کړې، چې ډېر ژر به واده هم وکړي.

کو نګین د خپل واده په اړه وایې، چې زه حیرانه یم چې خلک زما او د واین په مینې ولې دومره حیران دي او اظهار یې زموږ له کوژدې وروسته کوي، زه له واین سره د هغه د دولت لپاره نه کوم، زه ورسره مینه لرم نو ځکه خو ورسره واده کوم، زه او واین د ټولنیزې رسنۍ په وسیله سره ملګري شوي یو او ورو ورو مو ترمنځ مینه پیدا شوې.

یاده دې وي چې دغه ښکلې ویتنامۍ موډله پر ټیک ټاک له یو لکو اویا زرو څخه ډېر مینوال یا تعقیبوونکې لري او په نورو رسنیو کې هم ګڼ شمېر مینوال لري او د ښکلا په ډېرو سیالو کې یې هم ګډون کړی و.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …