کورپاڼه / جالب / په کولمبیا کې یو شخص په ټولنیزو رسنیو کې د تعقیبوونکو په ډېرولو جالب شرط وهلی

په کولمبیا کې یو شخص په ټولنیزو رسنیو کې د تعقیبوونکو په ډېرولو جالب شرط وهلی

د جنوبي امریکا په کولمبیا کې دوو اوښو په ټولنیزو رسنیو کې د دیرش لکو تعقیبوونکو په پوره کېدلو شرط وهلی، چې د نه ګټلو په صورت کې به یې پلاستیکي عملیات ترسره کوي او د ښځو په څېر به سینې غټوي، خو که چېرته یو شرط وګټي نو بل به بیا څه کوي؟

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې د کولمبیا اوسیدونکي انفلوینسر یفرسن کوسیو له خپل اوښی یعنې د خور خاوند جان لوپیز سره شرط وهلی و، چې که چېرته یې د یوې میاشتې په موده یې د انستاګرام تعقیبوونکې دیرش لکه نه شول، نو د پلاستیکي عملیاتو په وسیله به د ښځو په څېر سینې جوړې کړي، خو که چېرته یې دغه کار وکړ نو بیابه جان لوپیز دغه کار ترسره کوي، چې له شرط وهلو څخه یې دوه اوونۍ وروسته د انستاګرام تعیبوونکې له پنځه دیرشو لکو څخه ډېر شول.

راپورونه وایي چې جان لوپیز د شرط په بایللو د پلاستیکي عملیاتو د ښځو په څېر د سینو د جوړولو اعلان وکړ او یفرسن هم له خپل اوښي سره د سینو د جوړولو پرېکړه وکړه.

ویل کېږي چې تېره ورځ یفرسن او جان خپل عکسونه خپاره کړل، چې له مخې یې لېدل کېږي چې د دواړو سینې غټې شوي، یفرسن پخپل پوسټ کې ویلي، که هم څه شرط یې ګټلی و، خو د خپلو تعقیبوونکو د ډېرېدو په خوښۍ او د ساتیرۍ لپاره یې له اوښي سره یوځای سینې غټې کړې.

یاده دې وي چې کله دوی دواړه سره شرط ایښودو، نو هغه وخت د یفرسن د تعقیبوونکو شمېر پنځه ویشت لکه ول.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …