کورپاڼه / جالب / د یوه ماهي نیوونکې لس کلنه جالبه ملګرتیا چې له یوه ړوند ماهي سره یې کړې

د یوه ماهي نیوونکې لس کلنه جالبه ملګرتیا چې له یوه ړوند ماهي سره یې کړې

ځینې وختونه د انسانانو او حیواناتو ترمنځ د مینې او محبت داسې کیسې اورو یا لولو چې د انسانان خپلمنځې مینه راڅخه هېروي، اوس همدغسې یو کیسه په رسنیو کې لره بره کېږي.

ویل کېږي چې په انګلیستان کې د نکولس لیویز په نوم د یوڅلویښت (۴۱) کلن ماهي نیوونکي او د یوه ړوند ماهي ترمنځ له تېرو لسو کلونو څخه په حیرانوونکې توګه د ملګرتیا اړیکه شون لري او دغه ړوند ماهي هره ورځ د نکولس د کښتۍ ترڅنګ تاوېږي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې د نکولس او ماهي ملګرتیا په ۲۰۱۰ کال هغه وخت پیل شوه، کله چې یوه ورځ ماهي د خوراکي توکو په لټه له اوبو سر راویست او نکولس ورته په سر باندې لاس وواهه.

راپور زیاتوي چې نکولس دې ماهي د شاونا نوم ایښی، نوموړی وایي چې دغه ماهي دده لپاره دده د بچي په څېر دی او له تېرو لسو کلونو څخه یې هره ورځ ویني او مینه ورسره کوي.

نکولس زیاتوي، کله چې کښتۍ اوبو ته ښکته کړي، نو ماهي ورته د کښتۍ خوا ته راشي او خپل برانشونه ورته خوروي، چې مطلب یې ترې دا وي چې په سر راته لاس ووهه، چې بیا ورته هره ورځ په بدن لاس وهي او ډوډۍ ورکوي، دغه راز له تېرو لسو کلونو څخه یوه ورځ هم داسې نه ده تېره شوې، چې نوموړی ماهي نېولو ته راشي او شاونا ورته سلام وا نه چوي.

دا هم ولولئ

یو سړي له واده یا نکاح (۴۱) کاله وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل

د پاکستان د جیکب آباد د سیمې یو تن اوسیدونکي له خپل واده یا نکاح …