کورپاڼه / جالب / ګوګل زموږ په اړه څومره معلومات لري، په دې ډول یې معلوم کړئ

ګوګل زموږ په اړه څومره معلومات لري، په دې ډول یې معلوم کړئ

ګوګل او نور د ټیکنالوژۍ شرکتونو د خپلو کاروونکو معلومات له خپل ځان سره ساتي، چې اوسمهال یوې انجلۍ د یوې ویډیو له مخې ښودلې چې ګوګل د خلکو څومره معلومات له ځان سره خوندي ساتي.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې په ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک کې د @yorgoandlea په نوم له اکونټ څخه په خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې یوه انجلۍ په ګوګل پلټوونکې کې Adds Seattings google سرچ کوي او بیا په لومړي لینک کلیک کوي، چې دغه ځای ګوګل خپلو کاروونکو ته د آپشن د آن کولو وایي.

چې بیا لاندې لیدل کېږي، چې ګوګل د انجلۍ په اړه ټول معلومات خوندي ساتلي لکه د انجلۍ عمر، جنسیت، کار، خوښ او ناخوښ، ژبه او نور ډېر معلومات.

یاده دې وي چې ګوګل له دې وړاندې ویلي ول چې دوی د خپلو کاروونکو ټول معلومات له ځان سره خوندي ساتي او د همدې معلومات پر بنسټ خپلو کاروونکو ته مناسب اعلانات ښکاروي یا ښیي، خو دغه معلومات د ګوګل لخوا خوندي شوي وي، چې یوازې یې کاروونکی لېدلی او لېرې کولی شي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …