د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز او توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ هم متحده عربي اماراتو ته لاړل.
که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ تراوسه پورې د زمبابوې پر وړاندې د نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې، خو ياد دواړه لوبغاړي به په لوبډله کې شامل وي، چې له وخت مخکې هلته تللي دي.
افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د ټېسټ لوبو لپاره هم ١٩ کسيزه لوبډله اعلان کړې وه، خو وروسته بيا په متحده عربي اماراتو کې دا لوبډله ٢٢ يا ٢٣ کسانو ته ورسېده.
View this post on Instagram
رحمان الله ګربز د نجيب الله ځدراڼ سره يو ګډ عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې د دوبۍ الوتکې ته په تمه دى.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د مارچ په ١٠مه نېټه پيلېږي او له هغه وروسته به بيا د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره شي.