کورپاڼه / خپلواک / پښتو فلم (سجده) سبا په جلال اباد کې نندارې ته وړاندې کېږي
سجده فلم ١

پښتو فلم (سجده) سبا په جلال اباد کې نندارې ته وړاندې کېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ اکتوبر ٢٠١٩): د فلم جوړونکي او ممثل امير شاه تلاش نوى فلم (سجده) سبا (يکشنبه) د ننګرهار په جلال اباد ښار کې نندارې ته وړاندې کېږي. دغه فلم چې شاه فلم شرکت جوړ کړى دى، لارښود يا ډايريکټر يې امير شاه تلاش دى، چې مرکزي رول هم پکې نوموړي په خپله لوبولى دى.

نوموړي خپلواک وېبپاڼې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د دغه فلم کيسه يې د هغه ځوانانو په ژوند څرخي، چې د پرديو د موخو لپاره کار کوي، غلا، اختطاف، وژنې، ظلم او بربريت د دوى د ژوند برخه وي.

جاوېد اميرخېل خپله نوې سندره په ازبکستان کې جوړوي

آرين خان: راځئ چې غني په ژوندانه وستايو

نازيه اقبال: څوک حق نه لري چې زما په ژوند کې خبرې وکړي

نوموړى په خپلو خبرو کې وايي: ((سجده د مجازي مينې او حقيقي مينې توپير ښايي، کومه مينه چې انسان اصلاح کړي هغه کې هوس او مطلب نه وي. مجازي مينه نه تر حقيقي مينې پورې سفر د يو بې لارې وحشي انسان کيسه چې د مينې احساس او عاطفې ځخه ليرې ساتل شوى وي او ټول خلک ورنه نفرت او کرکه کوي، مګر کله چې په سمه معنا د اسلام مقدس دين نه خبرېږي، چې اسلام د سولې، ورورولۍ او د مينې او محبت دين دى، نو د خپل ژوند موخې ته بدلون ورکوي.))

امير شاه تلاش
امير شاه تلاش

امير شاه تلاش همدا راز خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې په دې فلم کې د اسلام له نظره د مور او پلار حقوق، د ښځو حقوق، ټولنيز ژوند د قانون او شريعت سره سم تېرولو په اړه عامه پوهاوى شوى دى. هغه وايي چې دا يو اصلاحي او اسلامي فلم دى.

د دغه فلم ليکوال سميع الله يوسفزى او امير شاه تلاش دي. په فلم کې د امير شاه تلاش تر څنګ نيمره شاهد، ګل پاچا حېدري، مرحوم رياض اختر، غرني ايوبي، ګلالي، نجيب الله صادق او جان محمد شينواري کار کړى دى.سجده فلم

د يادولو ده چې دغه فلم په دوه کالو کې جوړ شوى دى، چې ټول ثبت يې په باميانو، ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو کې شوى دى. سبا د ننګرهار په اطلاعات و فرهنګ رياست کې د فلم د پرانيستې مراسم دي او تر هغه وروسته به درې ورځې (يکشنبه، دوشنبه او سه شنبه) دغه فلم نندارې ته وړاندې شي.

د خپلواک وېبپاڼې يوټيوب چېنل:

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …