د پاکستان د سوات اوسېدونکې کم عمره نوبيل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ په انسټاګرام کې د خپلو مينه والو سره د هغه فلمونو نومونه شريک کړل، چې د هغې خوښېږي.
ملالې يوسفزۍ تېره ورځ په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د خپلو مينه والو سره خبرې وکړې او هغوى ته يې وويل، چې د هر څه په اړه ترې پوښتنه کوي، نو هغه به يې ځواب ورکوي.
د ملالې مينه والو ترې د هغه فلمونو او خپرونو په اړه پوښتنه وکړه، چې د هغې خوښېږي يا يې په دې وروستيو کې کتلي وي او خوښ شوي يې وي.
ملالې يوسفزۍ په خپل ځواب کې وليکل، چې د هندۍ اداکارې پريانکا چوپړه نوى فلم (وايټ ټايګر)، کارټوني فلم (وولف والکرز) او د ډزني (سول) فلمونه يې په دې وروستيو کې کتلي دي او ډېر يې خوښ شوي دي.
ملالې يوسفزۍ همدا راز دا هم وويل، چې د (بوايز سټېټ) په نوم يو مستند فلم يې هم ډېر خوښ شوى دى، چې يو ځوان پکې سياستوال کېږي، دا ډېره ښه کيسه لري.
د يادولو وړ ده چې ملاله يوسفزۍ د (ملاله فنډ) په نوم يوه اداره هم لري، چې د نجونو د تعليم لپاره کار کوي او د دې ادارې لپاره د مرستو راغونډولو په برخه کې هغه د ټولنيزو رسنيو څخه کار اخلي.