په تېره لېکنه مې د احادیثو په رڼا کې هغه څلور عملونه وښودل چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي، نن مو بیا په همدې لړ کې ځینې عملونه درته د احادیثو په رڼا کې په ګوته کړي.
- د موکد سنتو ادا کول: حضرت ام حبیبه رضي الله عنها د حصرت محمد صلی الله علیه وسلم له بي بي څخه روایت کوي، چې هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي، هغه کس چې په هره ورځ د الله تعالی د رضا لپاره د فرضو سربېره دولس رکعته نفل لمونځ ادا کوي، الله تعالی د هغه لپاره په جنت کې یو کور جوړوي.
-
له شرک ځان ساتنه، لمونځ، زکات او مهرباني: حضرت ابو ایوب رضي الله عنه وایي چې یو سړی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او و یې ویل چې ماته یو داسې عمل وښایه چې جنت ته مې نږدې او له دوزخ مې لېرې کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، د الله تعالی بنده ګي وکړه، شریک ورسره مه پیدا کوه، لمونځ وکړه، زکات ادا کړه او مهربانه خلکو سره اړیکه ونیسئ، کله چې سړی لاړ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې د کومو خبرو حکم مې ور کړو، که چېرته یې عمل پرې وکړو نو جنت ته به داخل شي.
-
ښه اخلاق، تهجد کول، نفلي روژې نېول او په نورو ډوډۍ خوړل: حضرت علي رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې په جنت کې یو داسې محل دی چې دننه پکې ولاړ وې نو دباندې هر شی به درته ښکاري او که بهر ولاړ وې نو دننه به هر څه درته ښکاري، یو کلیوال پورته شو او و یې ویل: ای د الله رسوله! چې دا به د چا لپاره وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، د هغه چا لپاره دی چې ښه خبرې کوي، په نورو ډوډۍ خوري، ډېرې روژې نیسي او هغه وخت چې خلک په خوب وېده وي دا لمونځ کوي.
-
انصاف کول، پاکي، له نورو سوال نه کول: حضرت عیاض بن حمار مجاشعي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ پخپله خطبه کې وفرمایل، چې درې کسان به جنت ته ځي:
۱- مشران، انصاف کوونکی، رښتیا ویوونکي او د نیکو کارونو کوونکي
۲- هغه څوک چې د هر چا سره په مهربانۍ چال چلند کوي
۳- هغه څوک چې پاک لمنی وي او سوال نه کوي.