د افغانستان يوه الوتکه په روسيه کې له تېرو دوه اونيو راهيسې درول شوې ده، چې په اړه يې ويل کېږي، اوس يې دوسيه هم محکمې ته وړاندې شوې ده.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، د ملکي هوايي چلند ادارې د دې الوتکې په اړه ويلي دي، چې د اريانا افغان شرکت يوه الوتکه له تېرو ١٦ ورځو راهيسې د روسيې د ګمرکي ادارې له اجازې پرته د ګمرکي ساحې د پرېښودو په تور د روسيې په شير متييوا هوايي ډګر کې درول شوې ده.
د ملکي هوايي چلند ادارې دا هم ويلي دي، چې د يادې الوتکې دوسيه اوس د روسيې محکمې ته وړاندې شوې ده.
طلوع نيوز بيا په يو راپور کې ويلي دي، چې د روسيې د ګمرکونو د قانون سره سم که چېرته د ګمرک ادارې له اجازې پرته د ساحې پرېښودل کولاى شي چې دا شرکت د ميليونونو ډارو جريمې ورکولو ته اړ باسي.
د دغه الوتکې په اړه ويل شوي دي، چې دا د اريانا افغان هوايي شرکت ٧٣٧ ډوله بوينګ الوتکه ده، چې د روسيې د ګمرکونو ادارې د اجازې پرته د روسيې د يوه هوايي ډګر په پرېښودو تورنه ده.