کورپاڼه / جالب / یو استرالیایي شخص په یوازې یوه یورو کور اخیستی

یو استرالیایي شخص په یوازې یوه یورو کور اخیستی

له تېرو اوولس کلونو څخه په لندن کې اوسیدونکي شخص په ایټالیې کې د یوې طرحې څخه په ګټه اخیستنه، په یوازې یوه یورو کور اخیستي.

شپږ پنځوس کلن ډیني میک کیوبین د ایټالیې د حکومت له لوري (د یوې یورو قضیې) د طرحې لاندې د سسلینیا د ښار په څنډو کې د میسومیل په ښارګوټي کې یو ښکلی کور اخیستی. ویل کېږي چې په دې سیمه کې یوازې یوولس زره کسان اوسېږي، چې ډېری زاړه دي او ځوانانو یې لویو ښارونو ته مخه کړې او په همدې علت د ښارګوټي ښاروال د نړۍ ټولو اوسیدونکو لپاره اعلان کړی، چې دوی په یوه یورو کور خرڅوي او دغه اعلان یې په انلاین بڼه کړی.

خو د کور د اخیستلو ترڅنګ یو شرط دا هم دی چې د دریو کلونو په دننه کې به کور جوړوي. ډیني له دې وړاندې هم ډېر کورونه لېدلي ول چې بیا یې دغه کور خوښ کړ او اراده لري چې یو کانتین هم پرانېزي او خلکو ته یې مشوره ورکړې چې له دې طرحې دې ګټه پورته کړي.

ویل کېږي چې د ډیني مسلک په انلاین توګه مشاورتوب دی او له تېرو لسو کلونو څخه په ایټالیا کې د صحي کارونو تجربه لري او اراده یې درلودله چې لندن به پرېږدي او په ایټالیا کې به د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

ډیني زیاتوي چې د کور اخیستنه آسانه ده خو له دې وروسته به سمدستي د اوبو او بریښنا د مالیې د ورکولو لپاره به نوم ثبتوې.

دا هم ولولئ

یو سړي له واده یا نکاح (۴۱) کاله وروسته د ولیمې مراسم ترسره کړل

د پاکستان د جیکب آباد د سیمې یو تن اوسیدونکي له خپل واده یا نکاح …