کورپاڼه / خبرونه / د اى سي سي مهم اعلان، د افغانستان ښځينه لوبډله به هم نړيوال جام کې شامله شي؟
اى سي سي او افغان ښځينه لوبغاړې

د اى سي سي مهم اعلان، د افغانستان ښځينه لوبډله به هم نړيوال جام کې شامله شي؟

د کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) وايي، چې د ٢٠٢٦ کال د ښځينه و نړيوال يو ورځنيو لوبو جام او همدا راز نړيوال شل اوريز جام کې به دوه نوې لوبډلې زياتې شي.

اى سي سي د ښځو د نړيوالې ورځ باندې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې په ٢٠٢٦ کال کې چې کوم ښځينه نړيوال شل اوريز جام ترسره کېږي او له هغې وروسته کوم دوه جامونه ترسره کېږي، په هغې کې به ١٢ لوبډلې شاملې وي، په تېرو څلور جامونو کې ١٠ لوبډلې شاملې وې.

همدا راز په خبرپاڼه کې زياته شوې ده، چې په ٢٠٢٩ کال کې چې کوم نړيوال پنځوس اوريز ښځينه جام ترسره کېږي، په هغې کې به ١٠ لوبډلې شاملې شي.

د اى سي سي اجراييوي رييس منو سوهني وايي، چې د ښځو د کرکټ لپاره يې اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي دي، چې مينه والو ته ښه کرکټ وړاندې کړي، په نړيواله کچه ورته سپانسران، مارکيټنګ پېدا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ هم له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د افغانستان ښځينه لوبډلې جوړولو باندې ډېر په چټکۍ کار روان کړى دى.

د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې اى سي سي هم دې ته لېواله ده چې افغانستان ښځينه لوبډله ولري.

کرکټ بورډ ويلي و، چې دوى د ټول افغانستان څخه غوره ښځينه لوبغاړې راغونډې کړې دي، يو شمېر ښځينه لوبغاړو ته يې قراردادونه هم ورکړي دي او په نږدې وخت کې به دا ښځينه لوبغاړې کوم بهرني هېواد ته ولېږي چې هلته تمرينات او همدا راز لوبې ترسره کړي.

که د کرکټ بورډ له وېنا سره سم هر څه روان وي او د افغانستان ښځينه لوبډله باندې کار وشي، نو ښايي د ٢٠٢٦ کال نړيوال شل اوريز او د ٢٠٢٩ کال نړيوال پنځوس اوريز جام کې د افغانستان ښځينه لوبډله هم شامله وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …