کورپاڼه / روغتيا / نیم سری یا د نیم سر درد ولې رامنځته کېږي؟

نیم سری یا د نیم سر درد ولې رامنځته کېږي؟

نیم سری چې میګرین هم ورته ویل کېږي، ډېر نور نومونه هم لري چې سبب یې په ورځنیو کارونو کې ځنډ کول او د ستړیا احساس کول دي.

روغتیایي کارپوهان وایي نیم سری په تندي کې وي یاهم د دماغو ښي او کیڼ لوري یاهم د سترګو پر شاوخوا رامنځته کېږي او په کوم ځای چې درد وي هغه ځای راته دروند غوندې احساسېږي، چې نښې، نښانې یې زړه بدوالی او نور شامل دي او په درملو سره کنټرول مومي خو د درملو ډېر استعمال یې خطرناک وي.

د سر د درد سببونه:

د سر د درد په سببونو کې تېزه رڼا، لوړ غږ، خوشبو، د یو وخت ډوډۍ پرېښودل، بې خوبي او هغه خواړه چې ټیراماین ور پکې شامل وي، دغه راز ځینې کسان د سرو خوړو په سبب هم له یادې ستونزې سره هم مخ کېږي.

درملنه:

روغتیایي کارپوهان وایي چې د نیم سري د درملنې لپاره ډېر ترکیبونه شتون لري، خو لومړی باید د ناروغ د سر د درد سببونه څرګند شي، د مثال په توګه که چېرته یې خوړو د سر درد ستونزه پیدا کړي وي نو خواړه باید ترک شي، که چېرته په کوم ځانګړې ورځ دغه ستونزه رامنځته شي نو په کارونو کې بدلون رامنځته کړئ، دغه راز له خوشبو څخه ځان ساتل او د ډېرو اوبو څښل ور پکې شامل دي.

دا هم ولولئ

د لېمو زړي د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې لري؟

لېمو یو له هغه خوراکي مېوو څخه ګڼل کېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري، خو …