کورپاڼه / روغتيا / د لاس ورغوی مو د زړه د ناروغیو په اړه څه وایي؟

د لاس ورغوی مو د زړه د ناروغیو په اړه څه وایي؟

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د یوه انسان د زړه د حملې، فلج یاهم په کم عمرۍ کې د مړینې په اړه معلومات د هغه په ورغوي کې شتون لري.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د زړه د حملې، فلج یاهم په کم عمرۍ کې د مړینې د امکاناتو په اړه د پوهېدلو لپاره د لوړ فشار پرځای د لاس قوي والی دی.

څېړونکې وایي چې دا یوه ډېره آسانه طریقه ده خو دوی په لاس د یو شي د ټینګولو او د زړه د ناروغیو ترمنځ اړیکه نه ده واضح کړې او په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده. دوی وایي چې د عمر په ډېرېدو د لاس قوت کمزوری کېږي خو که چېرته یو دم کمزوری شي نو د روغتیا اړوند خطر ډېروي.

په عام ډول سره ډاکتران د زړه د حملې یا د فلج د امکاناتو په اړه د پوهېدو لپاره له ناروغانو پوښتنې کوي، چې پوښتنو کې یې عمر، سګریټ څکول، چاغښت، کلیسټرول، لوړ فشار، اوسېدنه او د کورنۍ ناروغۍ په اړوند پوښتنې کوي.

دغه راز له څېړنې دا هم څرګنده شوه چې له خوب څخه دمخه د تلویزون او موبایل استعمالول د چاغښت خطر ډېروي او ویل شوي چې چاغښت او خوب سره اړیکه لري او هغه کسان چې په مصنوعي رڼا سره خوب کوي یاهم له خوب دمخه موبایل یا تلویزون کاروي نو چاغښت ور پکې ډېرېږي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …