کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نور احمد لکڼوال د پاکستان سوپر ليګ په هېڅ لوبه کې ونه لوبېده
نور احمد

نور احمد لکڼوال د پاکستان سوپر ليګ په هېڅ لوبه کې ونه لوبېده

د افغانستان کم عمره توپ اچونکى نور احمد لکڼوال چې د پاکستان سوپر ليګ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې له لوري اخيستل شوى و، هېڅ لوبه يې په دغه ليګ کې ترسره نه کړه.

د پاکستان سوپر ليګ څو ورځې وړاندې د ١٤ لوبو له ترسره کېدو وروسته وځنډول شو، ځکه يو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شوي و، چې له امله يې ليګ وځنډول شو.

په دې ليګ کې يو شمېر افغان لوبغاړي هم شامل و، چې محمد نبي پکې تر نورو زياتې لوبې ترسره کړې او ښه وځلېده، خو نور احمد لکڼوال چې له پيله د کراچۍ کنګز لوبډلې سره و، هېڅ لوبه کې برخه ورنکړل شوه.

محمد نبي بيا د کراچۍ کنګز لپاره پنځه لوبو کې برخه واخيسته، چې دوه چټکې پنځوسيزې يې هم ووهلې، نوموړي په لومړۍ لوبه کې ٣٠ ناسوځېدلې منډې وکړې، په دويمه لوبه کې يې ٧ منډې وکړې او ١ ويکټ يې واخيسته.

په دريمه لوبه کې يې ١٣ ناسوځېدلې او په څلورمه لوبه کې يې ٥٧ منډې وکړې، چې په پنځمه او وروستۍ لوبه کې يې ٦٧ منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

همدا راز قېس احمد بيا يوازې دوه لوبو کې برخه واخيسته، چې په خپله وروستۍ يا دويمه لوبه کې يې د ٢١ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، د کوټې ګليډيټرز لوبډلې ته يې لومړۍ بريا ورپه برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

دکن ګلیډیټرز لوبډله پایلوبې ته ووتله

د ټي ټین لیګ په لومړۍ کوالیفای لوبه کې درې افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل …