کورپاڼه / روغتيا / غذایي رژیم د ذهني روغتیا لپاره مثبت ګڼل شوی

غذایي رژیم د ذهني روغتیا لپاره مثبت ګڼل شوی

د یوې نوې څېړنې په پایله کې ویل شوي، چې ښه خواړه او متحرکه ژوند د نارینه او ښځینه وو په ذهني روغتیا مثبتې اغېزې کوي. د خوراکي توکو کارپوهان او روغتیایي کارکوونکې وایي، چې خواړه نیغ په نیغه د انسان له ذهن سره اړیکه لري او هغه څه چې خورو، څښو، څه ډول ژوند کوو زموږ پر ذهني روغتیا یې خورا اغېزې پرېوځي.

د روغتیایي کارپوهانو له لوري د بدني روغتیا او د بدن د غړو د ښه والي لپاره د ښو خوړو او متحرک ژوند لارښوونه کوي، چې بیا ورسره ذهني روغتیا هم ښه والی مومي او له ژور خپګان او نورو ناروغیو څخه ژغورل کېږي.

د څېړونکو د وینا له مخې ویل کېږي، چې په څېړنه کې یې معلومه کړې چې ښه خواړه د ښې ذهني روغتیا ضمانت کوونکي وي او خراب خواړه د انسان د بدن په ګډون ذهني ناروغۍ هم رامنځته کوي. څېړونکې زیاتوي چې یو ډول غوره خواړه د هر چا لپاره یو شان اغېزې نه کوي، بلکې د عمر او جنسیت له پلوه سره توپیر لري، نو د هر انسان غذایي رژیم باید د هغه د اړتیاوو په سبب سره مختلف وي.

څېړونکي وایي چې له اتلس کلنۍ څخه تر نهه ویشت کلنۍ پورې د انسان بدن مختلفې غذایي اړتیاوې لري او له دیرش کلنۍ وروسته په خوړو کې بدلون اړین وي او په دې عمر کې مختلف غذایي اړتیاوې پېښېږي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه نارینه چې له نهه ویشت کلنۍ څخه دمخه کافین ډېر استعمالوي، د خپلو همزولو ښځینه وو په پرتله یې غوسه، ژور خپګان او ذهني فشار ډېر وي. څېړونکې وایي هغه بالغ کسان چې غیر متحرک ژوند لري او خراب توکي کاروي، ژور خپګان او د ذهني فشار ستونزې یې ډېرې وي. دوی وایي چې د نارینه وو د کافینو او خرابو خوړو په سبب او د ښځو بیا د ښو خوړو او کافینو په سبب ذهني روغتیا تر اغېز لاندې راځي، نو دوی باید هڅه وکړي چې د ښو خوړو، غذایي رژیم سره ترڅنګ ورزش هم وکړي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …