کورپاڼه / هنر او کلتور / مير خان: خاوره عزت ګڼمه د افغان ملي اتلانو لپاره ليکل شوې، نه د ګل خانانو او پنجابيانو لپاره
مير خان

مير خان: خاوره عزت ګڼمه د افغان ملي اتلانو لپاره ليکل شوې، نه د ګل خانانو او پنجابيانو لپاره

د هېواد مشهور سندرغاړي مير خان د خپلې سندرې (خاوره عزت ګڼمه) په اړه يو پوسټ کړى دى او ويلي يې دي، چې دا سندره خاوره عزت ګڼمه د افغان ملي اتلانو لپاره ليکل شوې او ويل شوې، نه د ګل خانانو او پنجابيانو!.

دا سندره چې د ملي امنيتي ځواکونو د ورځې په وياړ ويل شوې وه، اوس په ټک ټاک کې تر ډېره پاکستانيانو پرې ويډيوګانې جوړې کړې دي او تر څنګ يې د پاکستان بېرغ ليدل کېږي.

سندرغاړي مير خان اوس د دې لپاره د ټک ټاک اکاونټ هم جوړ کړى دى او له افغانانو يې غوښتنه کړې ده، چې د افغان ملي بېرغ سره پکې ويډيوګانې جوړې کړي.

مير خان په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکي: ((په ټيک ټاک کې پاکستانيانو د “خاوره عزت ګڼمه” په سندره خپلې ويډيوګانې جوړوي او تر څنګ يې د پاکستان بيرغ رپوي.))

هغه همدا راز زياتوي: ((په همدې تړاو مې نن په ټيک ټاک کې ځانته د OfficialMirKhan په نوم حساب جوړ کړو او په اول وار مې خپله سندره ورواچوله، تر څو تاسو وکولاى زموږ د ملي بيرغ سره ويډيوګانې جوړې کړئ، تر څو د دوى بيرغ پکې ورک شي.))

ياده دې وي چې ټک ټاک د کوچنيو ويډيوګانو جوړولو مشهور اپليکېشن دى، چې د نورې نړۍ په څېر پکې ډېر افغانان هم فعال دي او لنډې لنډې ويډيوګانې پکې خپروي.

دا هم ولولئ

کرينه کپور او عامر خان

عامر خان د کرينه کپور سره يو ځاى کار کولو تجربې په اړه وغږېد

د هندي سينما مشهور اداکار عامر خان د مشهورې اداکارې کرينه کپور سره په يو …