کورپاڼه / جالب / هغه ماشوم چې اته کاله یې له پوزې بدبوی تله، بالاخره درملنه یې ترسره شوه

هغه ماشوم چې اته کاله یې له پوزې بدبوی تله، بالاخره درملنه یې ترسره شوه

په امریکا کې یو ماشوم چې له تېرو څو کلونو څخه پوزه بنده وه او له پوزې به یې په دوامداره توګه بدبوی تله، بالاخره معلومه شوه چې پوزه کې پلاستیک نښتی او په همدې وجه یې پوزه بنده وه.

ویل کېږي چې دغه ماشوم ته په اته کلنۍ کې د پوزې د بندېدو ستونزه پیدا شوه، چې ترڅو کلونو پورې دوام درلود او د بویولو وړتیا یې هم له لاسه ورکړې وه او کله یې چې له پوزې ساه ایسته، نو بدبوی به درلود چې له ده پرته به نورو خلکو حس کاوه.

په لومړیو کې ډاکترانو د انعطاف منونکي تار په مرسته یوه کامره د ماشوم پوزې ته داخله کړه، چې بیا یې معلومه کړه چې ماشوم د (ټرباینیټ هایپرټرافي) په ناروغۍ اخته دی، په دې ناروغۍ د اخته کسانو د پوزې نرۍ لارط غټېږي، چې په عموم کې د حساسیت او نورو سببونو له امله پیدا کېږي، خو دلته بیا مسئله بدله وه.

ډاکترانو ورته ځینې درمل هم ورکړل، خو ګټه یې ورته ونه کړه او کله به یې چې له پوزې هوا ایستله، نو بدبوی به یې په ټوله کوټه کې خپرېدو، خو په زړه پورې خبره یې دا وه چې ناروغ دغه بوی نه احساساوه ځکه چې د بویولو حس یې له لاسه ورکړی و.

له دې وروسته ډاکترانو تفصیلي معاینات ترسره کړل نو معلومه شوه چې د پوزې پورتنۍ برخه کې پلاستیک نښتی، خو هیڅکله یې احساس کړې نه وه او دغه پلاستیک یې د اته کلنۍ په عمر کې په پوزه کې د لوبو پرمهال نښتی و، چې د بندیدو په سبب یې هلته مایع، ګرد و غبار او میکروبونه راټول شوي ول، چې بیا د هوا په ایستلو یې بدبوی پیدا کاوه.

په داسې حالاتو کې ناروغ شخص تبه نه لري، نه یې هم میکروبونه په بدن کې خورېږي، چې له دې ماشوم سره هم ورته کار شوی و او د پلاستیک د پاسه یې د نسجونو پوښ اغوستل شوی و او له ډېرو هڅو وروسته یې وویست.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …