کورپاڼه / روغتيا / په شنو او تورو چایو کې داسې اجزاوې موندل شوي چې د وینې فشار کنټرولوي

په شنو او تورو چایو کې داسې اجزاوې موندل شوي چې د وینې فشار کنټرولوي

په شنو او تورو چایو کې له دې دوه داسې کیمیاوي توکي موندل شوي، چې د وینې د فشار په کنټرولولو کې مهم رول لوبوي. د کیلیفورنیا د پوهنتون استاد ایرون وایي، چې په دواړو چایو کې داسې کیمیکل موجود وي، چې په رګونو کې د آین چینل پروټین فعال ساتي او رګونه آرامه ساتي او په دې ډول لوړ فشار له لوړېدو څخه ساتي او په دې ډول به د وینې د فشار د کنټرول لپاره د نوو درملو په تیارولو کې نوي بابونه پرانیستل شي.

د فزیالوژۍ د څانګې استاد ډاکتر جیفری ایبټ او ملګري یې کیټلن ریډفورډ وایي، چې په چایو کې د کیټاچین په ډول دوه دانې فلیوینویډ موندل کېږي، چې وینې په رګونو کې پروټین متحرک ساتي او په همدې ډول د وینې رګونو له بندېدو څخه ساتي او د وینې جریان برابر ساتي او په دې ډول د وینې فشار کنټرولوي.

دویمه مهمه برخه داده چې په چایو کې دغه دواړه توکي د وینې رګونه ښه ساتي او امکان دې ولري چې د مرګیو او دماغي ناروغیو کمښت هم رامنځته کړي او څېړونکې ټینګار کوي چې په تورو چایو کې دې شېدې یا پوډر وا نه چول شي، بلکې د قهوې په ډول دې وکارول شي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …