کورپاڼه / روغتيا / هغه کسان چې د شپې لخوا کار کوي، ورته بد خبر ورکول کېږي

هغه کسان چې د شپې لخوا کار کوي، ورته بد خبر ورکول کېږي

ځینې وختونه د دفتر کارونه دومره ډېر شي چې د شپې لخوا یې ترسره کول اړین وي، خو ځینې کسان بیا ټوله ورځ خوب کوي او د شپې لخوا کار کوي، چې اوسمهال دغه ډول کسانو ته روغتیایي کارپوهان بد زېری ورکړی.

په دې وروستیو کې د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې د شپې لخوا کار کوي د سرطان د ځانګړو ډولونو له خطرونو سره ډېر مخ کېږي. په څېړنه کې راغلي هغه کسان چې د شپې لخوا کار کوي د بدن توازن یې اغېزمن کېږي، چې بیا یې د سرطان اړوند جینونه متحرک کېږي او ډي این ای ته یې زیان رسېږي او جوړونکي میکانیزمونه یې په جوړولو کې ناکاموي.

یاده دې وي چې زموږ بدن کې طبیعي بیولوژیکي ساعت لري، چې په داسې میکانیزم سمبال دی چې څلرویشت ساعت کار کوي. یعنې د فعالیتونو سطحه یې د شپې یا ورځ پرمهال توپیر لري او څېړونکې وایي چې په دې توازن کې د مداخلې په کولو سره د سرطان خطر کمېږي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …